سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغوی چې موږ ته دوکه راکوي، له موږ څخه نه دي
بسم الله الرحمن الرحيم
هغوی چې موږ ته دوکه راکوي، له موږ څخه نه دي

خبر:

د اېران او ترکیې ترمنځ د دیني همکارۍ توافق په انقره کې لاسلیک شو. د ترکیې د دیني چارو وزیر علي ارباس او د اېران د اسلامي جمهوریت د اسلامي فرهنګ او اړیکو وزیر ابوذر ابراهیمي ترکمن په انقره کې سره راټول او دغه تړون یې لاسلیک کړ.  (خبري اژانسونه)

تبصره;

د ترکيې او اېران تر منځ د دوستۍ په یاد تړون کې پر دې ټینګار وشو، چې دواړه هېوادونه به د سختدریځۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره سیمینارونه نیسي او د امت د یووالي لپاره به هڅې کوي. همدارنګه دواړه هېوادونه به د دوه اړخیزو موضوعاتو په ځانګړي ډول د قدس په اړه پروګرامونه جوړوي. کله چې د دواړو اړخونو کړنې د امت د یووالي او قدس د ازادۍ په هکله وڅېړل شي، دا به په ډاګه شي چې د دغو موضوعاتو په اړه ټولې تر سره شوې خبرې اترې غولوونکې او دروغ دي. یا په بل عبارت، القدس چې د ازادۍ لپاره کلونه کلونه انتظار باسي او د سوریې ۹ کلن پاڅون چې د چراغ د پلتې په شان نفس وباسي، د نقابونو تر شایې د خلکو اصلي څېرې ښکاره کړلې. نور څه پاتې دي؟ دا هغه هېوادونه دي چې د رهبرانو خبرې یې له عمل سره ډېر تناقض لري؛ د دوی شوم پلانونه لا پاتې دي.

اې هغو ډلو تاسو په دروغو ادعا کوئ چې دغه تړون مو د امت د ګټې لپاره دی! په داسې حال کې چې موږ ته مو هر څه معلوم دي. د دې پرځای چې امت ته یووالی راوړئ، په بېلابېلو چلونو او فرېبونو مو امت ټوټه ټوټه کړ او تاسو د «سایکس-پیکو» هغه ناوړه تړون ته چې امت په خیالي پولو ویشي، ژمن یاست. موږ پوهېږو چې تاسې څومره په خپلو زهرجنو مفکورو سره د امت د یووالي مخنیوی وکړ. همدارنګه موږ پوهېږو چې تاسې څومره د غربي پلانونو له لړۍ سره څنګ په څنګ روان یاست. د جینوا، استانا او سوچي کنفرانسونه د کافرو استعمارګرو هغه پیل شوې لوبې او غوښتنې وې، چې په پایله کې یې د سوريې انقلاب ته د پای ټکی کېښود. موږ بیا هم پوهېږو چې تاسو په دغه لوبه کې خپل رول ته څومره مخلص یئ. موږ تاسو له خبرو څخه نه، بلکې ستاسو له اعمالو څخه مو پېژنو. هغه څه دي، چې تاسو اړ کوي، ترڅو حق ته د ناحق جامه ورواغوندئ؟

مهمه نه ده چې په متن کې څه دي، خو د سوریې په انقلاب کې د اېران وژونکی رول ښکاره دی. که ترکیې ته پام وشي، د سوریې په انقلاب کې د دغه هېواد سیاست هم د مسلمانانو پر خلاف او د بشرالاسد په ملاتړ و. خو کله چې دغه دواړه جنایتکاره هېوادونه امت ته افشا کېږي، نو د امت د خوښۍ او د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره غولوونکې ویناوې کوي او د دې یوازنۍ مانا یې دا ده، چې ړوند پر نورو ړندو باندې حکومت کوي. ترڅو چې د دوی ظلمونه روان وي، د دغو تړونونو لاسلیک بیا یوازې فرېب او دوکه ده.  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ غَشَّـنَا فَلَيْس مِنَّا»

(المسلم)

ژباړه: څوک چې له موږ سره  فرېب کوي، له موږ څخه نه دي.

د ترکیې د دیني چارو د وزیر دا خبره چې «د امت یووالی باید پیاوړی شي» د مسلمانانو پر مظلومیت د ترکیې اقرار په ډاګه کوي. ایا هغه اېران چې لاسونه یې د سوریې د مسلمانانو په وینو رنګ دي او په منظم ډول په سوریه او لبنان کې د مسلمانانو نسل وژنې ته دوام ورکوي، هغه هم د امت د یووالي ټینګېدل غواړي؟ هغه اېران چې د نړۍ په کچه یې له مسلمانانو سره خیانتونه وکړل، ایا اوس د مسلمانانو د بیا یووالي غوښتنه کوي؟ یا هغه ترکیه چې د مسلمانانو غوښتنې ته به یې هېڅ ارزښت نه ورکاوه؟ هغه سیاستوال چې د مسلمانانو ژوند، عزت او ارزښتونو ته یې هېڅ پام نه کاوه او د غربیانو پلانونه به یې په ډېر اخلاص عملي کول، اوس غواړي چې د ورورولۍ د تړونونو په لاسلیکولو سره خپل خیانتونه پټ کړي. د دوی موخه دا ده، چې په خپلو غولوونکو خبرو سره مسلمانانو ته فرېب ورکړي.

د ترکیې د دیني چارو وزیر چې له تهران سره یې نوموړی تړون د اسلامي امت د یووالي په وینا پیل او لاسلیک کړ، نو ایا دوی د اېراني ځواکونو ۹ کلن وحشي عملیات، دوه مخيتوب او نفرت له یاده ایستلي دي؟

افسوس! زموږ وروڼه باید د ترکیې او اېران ترمنځ د دیني همکارۍ د تړون په اړه معلومات ولري او ویې څېړي چې په سوریه کې چا د غربي کفارو د پلانونو د عملي کولو لپاره ښځې، ماشومان، سپین ږيري او په زرګونه نور مسلمانان له فقر، لوږې او حتا مرګ سره مخ کړل. دا باید ښکاره وي چې د اوښکو تویول د خیانتونو او دردونو له امله وو، نه د خوشحالۍ او ویاړ لپاره. په هغه ورځ به د کفارو له سترګو څخه خوب وتښتي، کله چې راشده خلافت له خپل شان او شوکت سره یو ځل بیا تاسیس او د مسلمانانو ژوند ته راوګرځي. په هغه  ورځ به د کفارو شیطانت او توطیې د خلافت پر وړاندې ونه چلېږي. له هغه وروسته به نه خیانتونه وي او نه هم له کفارو سره دوستۍ. په دغه ستره ورځ به د خوشحالۍ او ویاړ له امله د خلکو اوښکې بهېږي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ

[روم: ۴]

ژباړه: او په دغه ورځ به مسلمانان خوشالي وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عبدالله امام اوغلو

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې